د پښتون ژغورنې غورځنګ: په بنو کې سبا ته کاربندیز دی او زرګونه کسان به احتجاج ته راووځي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې د بنو امن پاڅون کوونکي سبا ته کاربندیز او ګرځبندیز کوي.
د دغه غورځنګ غړی حنیف پښتون وایي: «لکه څنګه چې مخکې بنوګل امن پاڅون کې زرګونه خلک راوتلي وو، سبا ته به هم زرګونه کسان را ووځي.»

په بنو ښار کې جوړ شوی پرلت له څو ورځو راهیسې روان دی او پکې د سیاسي ګوندونو د مشرانو او د ځايي قومي مخورو په ګډون سلګونه ولسي وګړو برخه اخیستې او په خپله سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د «عزم استحکام» د عملیاتو په موخه د بنو ولسي خلک باید میانوالي او سرګودها ته لنډمهاله پنډغالي یا کمپونو ته ولاړ شي، خو دغه پرېکړه او وړاندیز بیا د پرلت کوونکو له مخالفت سره مخ شوی دی.
د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، چې دوی په هیڅ ډول شرایطو کې له خپلو کلیو او کورونو څخه نه وځي.
په بنو کې د لاریونونو په لومړۍ ورځ د پاکستان پوځ په اعتراض کوونکو ډزې وکړې، چې له امله یې شاوخوا ۲۵ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم درې ورځې مخکې د بنو له پرلت کوونکو سره وکتل او اعتراض کوونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې ددې غورځنګ مشرتابه له دوی سره ولاړ دي.
منظور پښتین د بنو معترضینو ته په وینا کې وویل: «هغه ورځ لېرې نه ده، چې له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپل تاریخي وطن ازاد کړو.»
معترضین په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي او وایي، چې تر څو یې غوښتنې منل شوې نه وي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو