د ترکیې حکومت د طالبانو مخالف قوماندان پهلوان ګل محمد له دغه هېواده وویست

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

ترکي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو ضد پوځي قوماندان او د پارلمان پخوانی غړی ګل محمد پهلوان له ترکیې څخه ایستل شوی دی.

د سرچینو په وینا؛ په ترکیه کې د ښاغلي پهلوان د اوسېدو اسناد لغوه شوي او هغه ایران ته تللی دی.

د سرچینو په خبره؛ دغه ازبک قوماندان چې کلونه یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې، له ترکیې څخه تر شړلو وروسته اوس په ایران کې دی.

د سرچینو په وینا؛ قوماندان ګل محمد پهلوان د ترکیې تابعیت تر لاسه کولو لپاره په انقره او استانبول کې ملکیتونه اخیستي وو.

خو د ترکيې حکومت په دغه هېواد کې د جايداد له اخيستلو سره - سره د هغه د اوسېدو اجازه لغوه کړې ده.

ګل محمد پهلوان چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې پوځي قوماندان و، د ولسي جرګې د ۱۶ دورې په ټاکنو کې د مارشال دوستم په ملاتړ له بلخ ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالی شوی و.

سرچينه وايي، ګل محمد پهلوان په تېر حکومت کې د سيمه ييز قوماندان په توګه کلونه - کلونه د طالبانو پر ضد جګړه کړې وه.

تر دې مخکې د سپټمبر په ۲۲مه د جنبش ګوند ځینو سرچینو تایید کړې وه، چې د ترکیې حکومت د عبدالرشید دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نیولي او په استانبول کې یې د کډوالو د ساتنې یوه مرکز ته سپارلي دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ترکي پولیسو د افغانستان د جنبش ملي ګوند څلور پوځي قوماندانان اړ کړي، چې له ترکیې څخه د اخراج لیکونه لاسلیک کړي.

د دغه ګوند ویاند احسان نیرو د یکشنبې په ورځ تایید کړه، چې د دې ګوند یو قوماندان عزت الله چې په زیل قوماندان مشهور و، د سرپل په ولایت کې د ناپېژانده وسله والو له خوا له ایرانه تر شړلو وروسته وژل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو