د پنجاب صوبې تر راتلونکو ۳ ورځو د امنیتي ګواښونو له امله لاریونونه او را ټولېدنې منع کړې

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پاکستان د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ترهګریزو ګواښونو له امله تر راتلونکو څو ورځو هر ډول لاریونونه، تحصن او راټولېدنې منع دي.
دغه محدودیتونه به د پنجاب په عمومي ځایونو کې تر راتلونکې یکشنبې پورې دوام ولري.

د پنجاب صوبې دا پرېکړه تر هغه وروسته وکړه، چې د پاکستان د تحریک انصاف لوړپوړي غړي اسد قیصر د عمران خان د ازادۍ په موخه د جمعې په ورځ د سراسري لاریونونو خبر ورکړ.
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم اعلان وکړ، چې د پاکستان د جمعیت ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په ملاتړ به د سیاسي بندیانو د ازادۍ لپاره د جمعې په ورځ پراخ لاریونونه وشي.
د یادې صوبې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې عمومي تجمعات به د ترهګرو لپاره نرم هدف وي.
د یاد وزارت په بیانیه کې راغلي، چې هر ډول سیاسي راټولېدنې به جدي امنیتي ګواښونه له ځان سره ولري او ددې احتمال شته چې عمومي سوله او نظم وګواښي.

نور خبرونه

رادیو