د پاکستان لومړی وزیر راتلونکې سې شنبه ایران ته ځي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، د دغه هېواد لومړی وزیر د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره راتلونکې سې شنبه ایران ته ځي.

ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي، د شهباز شریف دغه سفر ښيي چې تهران او اسلام اباد د خپلمنځي اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دي.

مسعود پزشکیان د روانې میلادي میاشتې په شپږمه په وارمخکې ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو.

د مۍ میاشتې پر شلمه د چورلکې غورځېدو پېښه کې د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي په مړینه پسې ایران کې وار مخکې ټاکنې وشوې.

نور خبرونه

رادیو