جيونيوز: روان کال په خیبرپښتونخوا کې د امنیت ضد پېښو کې ۵۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې په خيبر پښتونخوا کې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه د امنیت ضد پېښو کې ۵۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جيو نيوز ته د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په یو راپور کې ویلي، چې سږکال په خيبرپښتونخوا کې د امنیت ضد پېښو کې د دغو ۵۶۳ کسانو له ډلې ۶۵ ولسي خلک وژل شوي او ۹۸ نور یې ژوبل شوي دي.
د دغې شمېرې پاتې ټول کسان د پاکستان د امنیتي بنسټونو کارکوونکي او پوځیان دي.
د راپور له مخې، سږ کال تر اوسه په باجوړ او شمالي وزیرستان کې ترهګرو ۴ سیاستوال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د سي ټي ډي د راپور له مخې، ډېره اسماعيل خان کې ۲۳ پوليس وژل شوي او ۲۳ ژوبل دي، په بنو کې ۱۲ پوليس وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي، باجوړ کې ۱۱ پوليس وژل شوي او ۳۲ ژوبل شوي دي.
د جیو نیوز ته په ورکړل شوي راپور کې ویل شوي، چې په پېښور کې د ترهګرو له‌خوا ۱۱ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو