طالبان: تورخم دروازه د عادي ویزه لرونکو او لاریو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، تورخم دروازه د عادي ویزو لرونکو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده.
عبدالبصیر زابلي زیاته کړې، پاکستاني لوري دا دروازه د هغو کسانو پر مخ تړلې ده، چې د اې ټي اې په نوم د ناروغۍ ویزې لري.

نوموړی وایي: «ځينو خلکو او رسنیو چې د تورخم د دروازې د بندېدو په اړه خبرونه خپاره کړي، حقیقت نه لري.»
په تورخم کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو یوه افسر د افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې خبریال ته هم ويلي، چې په تورخم کې یې پاکستان ته د هغو افغانانو د تګ مخه نیولې، چې دوی ناروغان نه دي خو په وینا یې چې د ناروغۍ په وېزه پاکستان ته ځي.
دغه افسر وایي، چې نور ویزه لرونکي افغانان په عادي ډول پاکستان ته روان دي،خو یوازې هغه کسان نه پریږدي چې د ناروغۍ په پلمه ځي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته د افغانانو کډوالۍ یو ځل بیا زور واخیست، چې له دې سره بیا دغه هېواد د ویزو د ورکړې شرایط سخت کړي دي.
یو شمېر هغه افغانان چې اروپایي او امریکایي هېوادونو ته کېسونه لري او له افغانستانه هم دغو هېوادونو ته مستقیمې الوتنې نه شته، د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره ان مجبوره کیږي چې په ډېرې لوړې بیې له تورو بازارونو د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.
ددې ترڅنګ یو شمېر افغانان بیا د شته ستونزو له امله د ناروغۍ ویزې اخلي، هغه څه چې اوس یې پوله ساتي هم ادعا کوي.
خو له دې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې ډېری وخت د پاکستان لورې له خوا په بېلابېلو پلمو د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان دوه اونۍ وړاندې پر میوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو د ننوتلو مخه ونیوله.
دغه لارۍ د تورخم، سپین بولدک او خرلاچي په لارو کې درول شوي و.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان یو داسې پلان تصویب کړ،چې له مخې یې موټر چلوونکي باید پاکستان ته د ننوتلو لپاره لنډمهاله اسناد ولري.
پاکستان د پولې په اوږدو کې هر ډول تګ راتګ د ویزې او پاسپورټ پر لرلو پورې مشروط کړي دي.

نور خبرونه

رادیو