شهباز شریف: لندن او جرمني کې زموږ پر سفارتونو بریدونه افسوسناک دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، په لندن او جرمني کې د دغه هېواد پر سفارتونو بریدونه افسوسناک دي.
شریف په یوه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې په پاکستان کې د دغو هېوادونو د سفیرانو له احضار وروسته ترې غوښتل شوي، چې د سفارتونو امنیت ساتل د دوی مسوولیت دی.

د نوموړي په خبره، په ټولو هېوادونو کې د پاکستان د سفارتونو د امنیت یقیني کول د پاکستان د حکومت مسوولیت دی.
د پاکستان لومړی وزیر وایي: «په ډېرې بدقسمتۍ سره چې په لندن او جرمني کې د پاکستان په سفارتونو بریدونه شوي.»
ښاغلی شریف په داسې حال کې د پاکستان د سفارتونو پر امنیت ټينګار کوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتو په نوم ځینې کسانو د تېرې جمعې او شنبې په ورځ په جرمني او لندن کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخې ته د ګیله‌من وزیر د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.
ځینې لاریونوالو په فرانکفورت کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ، د پاکستان بیرغ یې نسکور او د ودانۍ ښیښې یې هم په تیږو ماتې کړې.

اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بیا په فرانکفورټ کې د لاریون پر مهال تاوتريخوالی غندلی او نوموړي د عاملینو د نيولو غوښتنه کړې ده.
پښتین له لاریون کوونکو وغوښتل، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په سوله ییزه توګه اعتراض وکړي.
منظور پښين ويلي، چې لاريون د دوی له لوري جوړ شوی و او ځينو کړيو د پلان له مخې په قصدي ډول د تاوتريخوالي هڅه وکړه.
.

نور خبرونه

رادیو