د هوا پوهنې اداره: په ۸ ختیځو ولایتونو کې د تېزو بارانونو، سېلابونو او برېښنا اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/c65250c5691e0b9c08e76773c97dc65ba928bee8-1080x624.jpg?rect=0,8,1080,608&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې په اتو ولایتونو کې د تېزو بارانونو، سېلابونو، تالندې او برېښنا اټکل کړی دی. دغې ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه په نورستان، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سبا لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ د ورېدونکو بارانونو کچه په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۳۵ ) ملي مترو وړاندوینه شوې ده.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.
په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه بیا په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ تر ۹۰) کیلومتره په ساعت کې بلل شوې ده.
د اقلیم له بدلون وروسته افغانستان هم په وروستیو کلونو کې د زلزلو او سېلابونو په شان ډېرو طبیعي پېښو ځپلی دی.
تېر کال د هرات ولایت په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې زلزلو سلګونو کسانو ته مرګژوبله واړوله او زرګونه کسان یې بې کوره کړل او سږکال بیا د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې سېلابونو او توپانونو ۷۰ کسان مړه کړي او څه باندې ۴۰۰ کسان ټپيان کړي دي.
د یادولو ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) څو ورځې مخکې وویل، چې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳۴ کورنۍ بېړنیو مرستو ته ارتیا لري.
اوچا د ټولو سېلاب ځپلو ولایتونو د زیانمنو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې خواړه، سرپناه او روغتیایي خدمتونه بللي دي.