پاکستانۍ رسنۍ: په تېرو څلورو ورځو کې افغانستان ته په بورې بار ۴۰۰ لارۍ له تورخمه اوښتې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

له هغه وروسته چې پاکستان د بورې په صادرولو د لنډ مهال لپاره بندیز لرې کړ؛ نو افغانستان ته په بورې بار له څلور سوو زیاتې لارۍ رسېدلې دي.

ډان ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي چې، پاکستان په دې وروستیو کې افغانستان ته د ۱۵۰ زره ټنه بورې د صادرولو اجازه ورکړې او د لېږد بهیر د بشپړېدو لپاره یې د اګست ۱۵مه نېټه ټاکلې ده.
په تورخم کې د ګمرکونو د تصفیې چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې څلور ورځې وړاندې شاوخوا ۱۰۰ موټر چې په هر یو یې ۳۳ ټنه بوره بار وه، افغانستان ته اوښتي دي چې په دې سره له تېرو څلورو ورځو راهیسې له ۴۰۰ زیاتې لارۍ افغانستان ته رسېدلې دي.
د چارواکو په وینا، حکومت څلور کاله وړاندې په هېواد کې د بورې د کمښت او د نرخونو د کنټرول لپاره د بورې په صادراتو بندیز لګولې و.
خو د بندیز پر مهال به هم یو شمېر قاچاق کوونکو پټ په پټه بوره افغانستان ته لېږدوله او په دې کې د کوچنيو کاروباریانو یا ګنډي مارو ونډه زیاته وه.
د بورې صادروونکي او موټر چلوونکي د پاکستان د نوې پرېکړې هر کلی کوي؛ خو وايي چې لا هم موټر چلوونکي نه پرېښودل کېږي، چې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
تر دې وړاندې پاکستان او افغانستان هوکړه کړې وه، چې د دواړو خواوو موټر چلوونکو ته د یوې ټاکلې مودې لپاره داسې کارټونه ورکړل شي چې له پاسپورټ او ویزې پرته پرې تګ راتګ وکړي؛ خو د دواړو خواوو موټر چلوونکي وايي، چې لا هم د دغو کارټونو په وېش کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي او د کارټونو د نوم لیکنې لپاره د فیس ورکول په ډالرو ټاکل شوي چې ګڼ موټر چلوونکي یې نه مني.
په همدې حال کې په تورخم کې د ګمرکونو د تصفیې چارواکو او د میوو واردوونکو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې له افغانستانه هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۱۵ پورې د تازه میوو او سبو ډکې لارۍ پاکستان ته رسېږي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د ګمرکي تعرفو د لوړولو او د مالیې او ټکس د زیاتولو له امله په تورخم او سپين بولدک کې په میوو او سبو بار لارۍ ولاړې دي او افغان سوداګرو ویلي، چې په داسې شرایطو کې نه غواړي خپل سوداګریز توکي پاکستان ته ولېږدوي او له طالبانو یې د بدیلو لارو د موندلو غوښتنه هم کړې وه.

نور خبرونه

رادیو