د پښتونخوا مشر وزیر: د بنو د پېښې په اړه د جوړې شوې جرګې د غړو ټولې غوښتنې منل شوې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د خيبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې د بنو د پېښې په اړه د جوړې شوې جرګې د غړو ټولې غوښتنې منل شوې دي.
ګنډاپور د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې له قوله ویلي، چې عزم استحکام پوځي عملیات نه، بلکې یوه تګلاره ده.

د بنو د پېښې په اړه د جوړې شوې جرګې غړو تېره ورځ د مشر وزیر علي امين ګنډاپور سره ولیدل او خپلې غوښتنې يې هغه ته مطرح کړې.
په دې لیدنه کې وړانديز شويو موضوعاتو کې د پوځ د عملیاتو پر وړاندې مخالفت او د وسله‌والو ډلو ختمول شامل دي.
د جرګې د غړو له‌خوا په وړاندې شویو موضوعاتو کې د امنیتي ځواک پیاوړي کول، شپنۍ ګزمې او د سي‌ټي‌ډي له‌خوا د ترهګرو پر وړاندې د جدي ګام اخیستلو غوښتنې هم شاملې دي.
ګنډاپور ویلي، چې د عزم استحکام عملیات به د پولیسو او سي ټي ډي له خوا وشي او د اړتیا په صورت کې به پوځ ورسره مرسته وکړي.
د جرګې مشر ناصر خان بنګش تر دې مخکې ویلي وو، چې وزیر اعلی د دوی د غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، چې د غوښتنو په اړه به یې د اپېکس کمېټې غونډه راوبولي.
اپېکس کمېټه د قومي چارو لپاره با صلاحیته اداره ده او د دې ادارې په غونډه کې به د بنو د پېښې په اړه د کمېشن جوړولو په اړه هم غور وشي.
له دې سره، د جرګې غړو ویلي، چې د غوراوي کمېټې تر پرېکړې پورې به خپل پرلت ته دوام ورکړي.
د یادولو ده، چې وزيراعلی علي امين ګنډاپور به د جمعې په ورځ د بنو له پرلت والو سره له نږدې وګوري او هلته به د اپېکس کمېټې پرېکړه پرلت‌والو ته وړاندې کړي.
دغه لاریونونه تېره دوشنبه په بنو کې پر پوځي چوڼۍ د وسله والو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني پوځيانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې وشول.
معترضین په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي او وایي، چې تر څو یې غوښتنې منل شوي نه وي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو