ډان ورځپاڼه: پاکستان د سپین بولدک - چمن پر دروازه له ویزې پرته د خلکو تګ راتګ نه مني

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د اعتراض کوونکو "مشروع غوښتنې" منلې؛ خو پر دروازه یوازې د حکومت له لوري راجسټر شوي کارګر د پاکستاني شناختي کارډ په لرلو تګ راتګ کولای شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۳مه) د سپین بولدک چمن دروازې په اړه خپاره کړي راپور کې ویلي و، چې د اونۍ په پای کې د بریالیو خبرو اترو وروسته، دروازه د تګ راتګ په محدودیتونو کې د یو څه نرمۍ سره بېرته پرانیستل شوه.
د پاکستان حکومت تېرکال اکټوبر میاشت کې پاکستان ته تګ د پاسپورټ او ویزې په لرلو حتمي کړی و.
د پاکستان له دغې تګلارې وړاندې د پاکستان شناختي کارډ او د افغانستان د پېژندپاڼې په ښودلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د سیمې خلکو په ازاده توګه دغه دروازه کاروله.
د چمن ټولو ځايي ګوندونو، د ځايي سوداګرو او سیاسي مشرانو په یوه خوله د دغې پرېکړې پر ضد احتجاجونه وکړل او د پاکستان حکومت له لوري یې د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو تګلارې د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.
د دغې دروازې له تړل کېدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ هم سخت اغېزمن شو.
د پاکستان ډان ورځپانې په خپل راپور کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ حکومتي چارواکو او د اعتراض کوونکو استازو خبرې اترې وکړې او د دوشنبې په ورځ د دروازې د پرانیستلو پر سر هوکړه وشوه.
چارواکو ادعا کړې، چې د مظاهره چیانو ډېری "مشروع غوښتنې" منل شوې؛ خو ټینګار کوي چې د یو سند تګلاره (ویزه، پاسپورټ) به په خپل ځای پاتې وي.
یوه جګپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي: «د پولې دواړو غاړو ته به یوازې په پاسپورټ او باوري ویزې اجازه ورکول کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، په تړون کې پرېکړه شوې چې حکومت به له مساپرو سره د پاسپورټونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
دغه چارواکي زیاته کړه، دوی ته به ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
په همدې حال کې د پاکستان سرحدي چارواکي وايي، یوازې هغه سوداګر او ورځیني مزدوران چې په چمن کې یې له چارواکو سره نوم لیکنه کړې، کولای شي د پاکستاني شناختي کارډ په ښودلو سره سپین بولدک ته سفر وکړي.
د ډاڼ ورځپانې د راپور له مخې، په همدې حال کې افغان طالبانو پر دې هوکړې ناخوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دروازې د خلاصولو په اړه په خبرو کې پر دوی (پاکستانیانو) باور نه شي کولای.

نور خبرونه

رادیو