روسیه: د البروس د سولې غرختنې ته د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو پوځیان بلل شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د روسیې دفاع وزارت وايي، د سولې لپاره غر ختنه کې د ګډون لپاره یې طالبانو ته هم بلنه ور کړې چې د غرختنې اړوند پوځیان ور ولېږي.

د پوځي سپورت نړیوالې شورا له خوا د سولې لپاره د غر ختنې سږنۍ سیالۍ د روسیې په کوربتوب جوړېږي.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د ارمنستان، افغانستان، برازیل، هند، اردون، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا، عمان، ایکوادور او روسیې په ګډون د دیارلسو هېوادونو له ۵۰ ډېر پوځیان په دې غرختنه کې برخه لري.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دا پوځیان د پوځي ورزش د نړیوالې شورا په چوکاټ کې د سولې لپاره د البروس په نوم د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته ختلو کې برخه اخلي.

د سولې لپاره د غر ختنې کلنۍ سیالۍ د پوځي سپورت نړیوالې شورا له خوا جوړېږي.

لومړنۍ سیالي پر ۲۰۲۱ کال یونان او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې په ایران کې تر سره شوه او ګډونوال پکې دماوند غره ته وختل.

د ایران شپږ کسیز ټیم دې سیالیو کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شوی دی، خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو