کورنی کرېکټ؛ هندوکش سټرايکرز ميوند اتلانو ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته يې لاره پېدا کړه

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۱۲مه لوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې ميوند اتلانو ته د ۴۰ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې پنځه بريا هم خپله کړه. د هندوکش تېز توپ اچونکي خلیل ګربز پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، چې د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د ۱۲مې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او لوبډلمشر نجیب الله ځدران د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د هندوکش لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د خپل ۸ لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته ۲۷۹ منډې هدف وټاکه.

د هندوکش سټرايکرز لوبډلمشر رحمت شاه ۹۶ او افسر ځاځي ۸۰ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډي جوړي کړې.

د ميوند اتلانو په لوبډله کې شرف الدين اشرف ۳ او يما عرب دوه لوبغاړي وسوځول.

د ميوند اتلاتو لوبډلې په ۴۳.۳ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يې د ۴۰ منډو په ټوپير وبايلل.

په دې سره د کورني کرېکټ په پیل شويو سيالیو کې د ميوند اتلانو لوبې پای ته ورسېدې او دغه لوبډله د مخکي تګ څخه پاته شوه.

هندوکش سټرايکرز لوبډلې د پنځو لوبو په ګټلو پايلوبې ته لاره پېدا کړه.

د سږکال لېسټ اې یو ورځ‍نیو سیالیو پای لوبې ته د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ماهیپر ستوري او د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلو لاره پېدا کړې.
د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پای لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.