د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د بنو د پېښې په اړه غوښتنې اپېکس کمېټې ته وړاندې کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرېکړه کړې، چې د بنو د پېښې په اړه غوښتنې به د اپېکس کمېټې ته وړاندې کړي.

د بنو د پېښې په اړه د جوړې شوې جرګې غړو د وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره ليدلي او خپلې غوښتنې يې هغه ته یوه په یوه ویلي دي.

په دغې لیدنه کې وړانديز شويو موضوعاتو کې د پوځ د عملیاتو پر وړاندې مخالفت او د وسله‌والو ډلو ختمول شامل دي.
د جرګې د غړو له‌خوا په وړاندې شویو موضوعاتو کې د امنیتي ځواک پیاوړي کول، شپنۍ ګزمې او د سي‌ټي‌ډي له‌خوا د ترهګرو پر وړاندې د جدي ګام اخیستلو غوښتنې هم شاملې دي.
د جرګې غړو دغه راز د بنو په وروستۍ پېښه کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.
د جرګې مشر ناصر خان بنګش ویلي، چې وزیر اعلی د دوی ټولې غوښتنې واوریدې او ویې ویل چې د غوښتنو په اړه به د اپېکس کمېټۍ غونډه راوبولي.
هغه وويل، چې وزيراعلي ورته ويلي د اپېکس کميټې په غونډه کې به د جرګې پنځه تنه غړي هم برخه واخلي.
ناصر خان بنګش ویلي، چې په بنو کې به روان احتجاج جاري وي.
له بل پلوه پرکړه شوې، چې وزيراعلی علي امين ګنډاپور به د جمعې په ورځ د بنو پرلت ته ورځي او هلته به د اپېکس کميټې پرېکړه پرلت‌والو ته وړاندې کوي.

نور خبرونه

رادیو