کرېکټ بورډ: له چمپین ټرافي وړاندې د سویلي افریقا، نیوزیلنډ او وېسټ اینډیز سره لوبې کوو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د بورډ عمومي مشر او اجراییه رییس په سریلانکا کې د کرېکټ نړۍوالې شورا په ناسته کې د ګډون پر مهال له سویلي افریقا، وېسټ اینډیز او نیوزیلنډ لوبډلو سره تر چمپین ټرافي وړاندې لوبلړۍ یې تنظیم کړې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د (زمري لومړۍ نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بورډ عمومي مشر او اجراییه رییس نصیب خان په سریلانکا کې د کرېکټ د نړۍوالې شورا په کلنۍ غونډه کې ګډون کړی و.
د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د ترسره کېدونکي چمپین ټرافي سیالیو وړاندې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ او وېسټ اینډیز لوبډلو سره د لوبلړیو پر تنظیم هم خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو د ترسره کېدو نېټې به په نږدې ورځو کې په ډاګه شي.
همدارنګه په خبرپانه کې ویل شوي، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولینو د کرېکټ د نړۍوالې شورا په غونډه کې له بنګله دېش او زمبابوې سره د الف لوبډلې د لوبلړیو او د پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ بورډونو له مشرانو سره د نوولس کلنو لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترسراوي خبرې کړې او کره نېټې به یې په راتلونکو ورځو کې په ډاګه کړي.
چمپین ټرافي د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۹مه د پاکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي او افغانستان د لومړي ځل لپاره په دغه سیالیو کې لوبېږي.

نور خبرونه

رادیو