پاکستانۍ رسنۍ: پېښور کې نوې واده شوې افغانه ناوې د زهرجنو خوړو له امله مړه شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې په پېښور کې نوې واده شوې ناوې د زهرجنو خوړو د خوړلو له امله مړه شوې او زوم په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پولیسو په وینا، تېره ورځ د پېښور سربند سیمه کې دغې افغانې جوړې تازه واده کړی و.

پولیس وايي، نوې واده شوې ناوې په داسې حال کې مړه شوې چې زوم د زهرجنو توکو له خوړلو وروسته بې هوښه شو.
پوليس وايي، چې هغه د درملنې لپاره حيات اباد ميډيکل کمپلکس ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ دى.
دغو رسنیو تر دې مهاله د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي؛ خو د پېښور پولیس وايي چې، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو