پي ټي ای: د عمران خان او دغه ګوند د نورو غړو د نیولو په غبرګون کې د نه خوړو اعتصاب کوو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي وایي چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او نورو کارکونکو د نیول کېدو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب کوي.
تېره ورځ، د اسلام اباد پولیسو په دغه ښار کې د تحریک انصاف ګوند دوه مخکښ غړي ګوهر علي او حسن رووف ونیول.

ويل کیږي، د دغه ګوند د نورو مشرانو له نیولو وروسته ګوهر علي د پي ټي ای مشر او حسن رووف یې ویاند دی.
د سرچينو په وینا، د پي ټي ای غړو د دغه ګوند د مشر عمران خان او نورو کارکونکو له نيول کيدو وروستو د نه خوړو د اعتصاب پرېکړه کړې.
سرچينې وایي د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پي ټي ای استازي له نن سه شنبې د (زمري دویمې) څخه د نه خوړلو اعتصاب پیلوي او له نن څخه به د قامي اسمبلۍ مخې ته د پرلت خیمه هم دروي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې په قامي اسمبلۍ کې به د تحريک انصاف ګوند غړي د عمران خان په ګډون د دغه ګوند د نیول شویو غړو د خوشې کولو غوښتنه کوي.
تېره ورځ د تحریک انصاف ګوند یو وکیل علي بخاري د دغه ګوند د دوو مهمو غړو د نیولو په غبرګون کې رسنیو ته وويل، چې له پولیسو سره د ګوهر علي او حسن رووف د نیولو هیڅ رسمي سند نه شته او دوی د قانون خلاف د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
په قامي اسمبلۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي داسې مهال د نه خوړو د اعتصاب پیلولو خبره کوي، چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

نور خبرونه

رادیو