د هوا پوهنې اداره:په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، چټک توپان او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره، په ۱۷ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، برېښنا، چټک توپان، خاورو - دوړو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې نن سه شنبه د (زمري دویمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه اټکل د نن زمري له دویمې تر سبا دریمې پورې د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشیر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بامیان ولایتونو لپاره شوی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ورېدونکي باران کچه په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۴۰ ) ملي مترو اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې، په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.
په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ تر ۹۰) کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی.
له نړېوال اقلیمي بدلون وروسته افغانستان هغه هیواد دی چې د پخوا پرتله طبعیي پېښو تر نور هر وخت زیات ځپلی او لا هم د دغه هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو د رامنځته کېدو اندېښنې شته.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان په ختیځ کې وروښتونو په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د سېلابونو راتلو، ږلۍ وریدو او چټک توپان له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۴۰۰ څخه ډیر نور ټپيان شول.

نور خبرونه

رادیو