پښتین: د پاکستان پوځ د پښتنو د روان حرکت شنډولو لپاره سیاستوال او خبریالان په پیسو اخیستي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ او جنګ خلاف او د سولې په حق کې د پښتنو د روانو هڅو د شنډولو لپاره په دغه هېواد کې ځینې «سیاستوال او خبریالان په پیسو اخیستي دي.»

منظور پښتین وايي، «پوځ د پښتنو د روان ملي حرکت پرضد د منفي پروپګنډ لپاره» دا کسان ګومارلي دي.

ښاغلی پښتین که څه هم چا ته اشاره نه کوي، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي څو ورځې مخکې وویل، پښتونخوا د پاکستان برخه ده او نه غواړي چې پښتانه له پوځ سره په جنګ اخته شي.

د نوموړي دا خبرې له هغه وروسته وې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا د غړي تر وژل کېدو وروسته منظور پښتین وویل، د اکتوبر پر ۱۱ د پښتنو جرګه را غواړي.

د محمود خان اڅکزي پر دې خبرو خواله رسنیو کې پښتنو ملتپالو نیوکې وکړې او د دې جرګې د پیکه کولو لپاره یې وبللې.

د محمود خان اڅکزي تر څرګندونو وروسته تازه پښتونخوا کې یوه خبریال فاروق فراق د پوځ درېشي اغوسې او ور سره یې لیکلي دي: «د آي ايس پي آر د ډائريکټر جنرل ليفټننټ جنرال احمد شريف د پريس بريفنګ اثر.»

که څه هم منظور پښتین د محمود خان اڅکزی یا بل چا نوم نه دی یاد کړی، خو خپل فیسبوک کې یې لیکلي: د ترهګرې او جنګ پر خلاف او د امن په حق کې د پښتنو روان حرکت پر خلاف جي ایچ کیو اوس نوي بله صحافیان ، یوټیوبران او بیله بیل تش په نام سیاست مداران په پیسو اخستي دي.

منظور پښتن زیاتوي، چې د پاکستان پوځ د پښتنو د حقونو لپاره د دوی د مبارزې د مخنیوي هڅه کوي او وايي: «د روان ملي حرکت مشکوک کولو د پاره منفي پروپیګنډو ته تیاري کړې ده او کار ئې هم پرې شروع کړې دې.»

ښاغلی پښتین له پښتنو غواړي چې د پوځ د دې هڅو مقابل کې غلي نه شي او په مقابل کی یې مهذبه مبارزه وکړي: «باید هیڅ یو پښتون په دې غلې پاتې نشی او د پروپیګنډې پرخلاف په دلیل او مهذب الفاظ سره خپله بیانیه وړاندې کړي چې تر څو زمونږ وطن په اور او زمونږ محکوم اولس په مرګونو کې ساتې مونږ دې یو خبرې اوریدو ته هم تیار نه یو.»

د پاکستان ځايي رسنیو کې د پښتنو د حقونو غوښتلو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو او همدا راز د دوی د ملاتړو نظر څرګندولو ته وخت نه ور کول کېږي.

سره له دې چې د پاکستان پلازمنېه اسلام اباد کې د دې غورځنګ د مرکزي شورا غړي او شاعر ګیلمن وزیر ټپي کېدو او بیا مړه کېدو ته نړیوالو رسنیو کې پراخ پوښښ ور کړل شو، خو پاکستاني رسنیو یې خبر هم خپور نه کړ.

نور خبرونه

رادیو