لېسټ اې سیالۍ؛ د ۱۲مې لوبې پچه میوند اتلانو وګټله او لومړی توپ اچونه کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو ۱۲مې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د هندوکش سټرایکرز په وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په ننۍ لوبه کې د میوند اتلانو په لوبډله کې د نجیب الله ترکي په لوبډلمشرۍ، بهیر شاه محبوب، محمد اکرم، صدیق اتل، نعمان شاه، شرف الدین اشرف، قیس احمد، یما عرب، تره‌خیل، لوګری او علي احمد ناصر اختیستل شوي.
همدارنګه د هندوکش سټرایکرز په لوبډله کې د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ، افسر ځاځی، زبیر اکبري، وفي الله، عبدالمالک، ننګیال خروټي، خلیل ګربز، شمس الرحمن، عجاز احمدزی، محمد ګل او فریدون اخیستل شوي دي.
د تېر کاله اتله میوند اتلان لوبډله سږکال په دغه ټورنمنټ کې له مخکې تګ څخه پاتې ده.
د سږکال لېسټ اې یو ورځ‍نیو سیالیو پای لوبې ته د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ماهیپر ستوري او د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پای لوبې ته وتلي دي.
د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو پای لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو