اصف درانی: په افغانستان کې د ترهګرۍ سرچینه د پنځو ګاونډيو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ سرچینه د پاکستان، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

دراني پاکستاني طالبان د خپل هېواد "سره کرښه" وبلله.

د پاکستان ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې یوې غونډې ته وویل، چې له افغان طالبانو سره باید له زغمه کار واخیستل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ وویل چې درې وسله وال یې چې غوښتل یې له افغانستان تېر شي، وژلي دي.

پاکستان په وار - وار افغان طالبان تورن کړي، چې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي او له افغانستانه بریدونه کوي.

افغان طالبانو بیا په وار - وار دغه تورونه رد کړي دي.

د دراني په وينا؛ پاکستان غواړي په افغانستان کې داسې شرايط رامنځته کړي، چې د درې ميليونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو زمينه برابره کړي.

دراني وويل؛ د دوحې په درېيمه غونډه کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره د طالبانو هڅې وستايل شوې.

اصف دراني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ټرانزیتي اړیکو په برخه کې د ننګونو پر هواري ټینګار وکړ او ویې ویل، د سیمه ییز اتصال پروژې لکه؛ ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ باید ګړندۍ شي.

نور خبرونه

رادیو