د هوا پوهنې اداره: په ۱۲ ولایتونو کې د باران، تالندې، توپان او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره، په ۱۲ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، برېښنا، چټک توپان، خاورو - دوړو او سېلابنونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې نن دوشنبه د (زمري لومړۍ نیټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه اټکل د نن ورځې لپاره د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، او خوست ولایتونو لپاره شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ورېدونکي باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۳۵ ) ملي مترو پورې وي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، په لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.

په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ تر ۹۰)کیلومټره په ساعت کې اټکل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان په ختیځ کې وروښتونو په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د سېلابونو راتلو، ږلۍ وریدو او چټک توپان له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۴۰۰څخه ډیر نور ټپيان شول.

نور خبرونه

رادیو