کورنی کرېکټ؛ پامير ليجنډز ماهيپرستورو ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۱۱مه لوبه کې پامير لېجنډز لوبډلې ماهيپر ستورو ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه.

که څه هم پامير دغه سيالۍ وګټله؛ خو له پايلوبې پاتې او ماهيپر ستورو لوبډلې پايلوبې ته لاره پېدا کړې.

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو د ۱۱مي لوبې پچه ماهيپر ستوري لوبډلې وګټله او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ماهيپر لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې هدف وټاکه.

د ماهيپر ستورو لوبډلې په توپوهنه کې بلال احمد ۱۱۶، ګلبدين نايب ۷۰ او رحمان الله ځدراڼ ۴۹ منډې جوړې کړې.

پامير لېجنډز په توپ اچونه کې نويد ځدراڼ ۳ او بابر خان ۲ لوبغاړې وسوځول.

د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامير لېجينډز لوبډلې په ۴۸.۴ اور کې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپير وګټله.

دروېش رسولي په ۱۲۴ توپونو د ۳ شپږيزو او ۱۴ څلوريزو په مټ ۱۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په روانو سياليو کې د دويم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو.

د نوموړي ترڅنګ شاهدالله کمال هم سليزه جوړه کړه او دواړو د لوبې له پيله يوه اوږده ملګرتيا وکړ.

په یادو سیالیو کې د درویش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامیر لوبډلې خپلې مخکنۍ څلور لوبې بایللې دي او په دغې لړۍ کې نور د مخکې تګ چانس نه لري.

همدارنګه د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستورو لوبدلې خپلې مخکنۍ ټولې لوبې ګټلې دي او په روانو سیالیو کې لا له وړاندې پایلوبې ته وتلې ده.

نور خبرونه

رادیو