په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله د مړو شمېر ۵۸ ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان وکړ، چې د چنګاښ په ۲۵مه او ۲۶مه په پنځو ولایتونو کې د سېلابونو او توپانونو له امله ۵۸ تنه مړه او ۳۸۰ نور ټپیان شوي دي.

اوچا وايي، چې د دغو پېښو له کبله په بدخشان، بغلان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې نږدې دوه زره کورونه نړېدلي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ «د زمري لومړۍ» نېټه په اېکس پاڼه په يوه ياداښت کې ليکلي، چې سختو توپانونو د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ۲۹ ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر اوچا زیاته کړې، چې د دغو پېښو په پایله کې ډېورنډ کرښې ته نږدې په تورخم کې د کډوالو په کمپ کې ۵۵۰ خیمې هم ویجاړې شوې دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ د ټولو سېلاب ځپلو ولسواليو او سيمو کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو په ګډون خوراکي توکو، سرپناه، روغتيايي خدمتونو او پاکو توکو ته اړتيا لري.

اوچا ټینګار کوي؛ د هغو کسانو لپاره چې په خلاص او لنډ مهاله سرپناه کې ژوند کوي خونديتوب او روغتیا لپاره يې ګواښونه د اندېښنې وړ دي.

د اقلیم بدلون، وچکالي او سخت ورښتونه په یو شمېر ولایتونو کې د ویجاړونکو سېلابونو لامل شوی دی، چې ډېر شمېر خلکو ته یې ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.

د راپورونو له مخې؛ زیانمنې کورنۍ سرپناه، خوړو او روغتیایي خدمتونو ته په بېړني توګه اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د غويي په میاشت کې اعلان وکړ، چې په بغلان کې لږ تر لږه ۶۰ زره کسان د سېلاب له امله اغېزمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو