کورنی کرېکټ؛ د ۱۱مې لوبې پچه د ماهیپر ستورو وګټله او د پامیر لیجنډز په وړاندې توپوهنه کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځینو سیالیو ۱۱مه لوبه د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستورو او د درویش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ د کندوز په کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د کورني کرېکت څانګه وايي، د کورني کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو ۱۱مې لوبې پچه د ماهیپر ستورو لوبډلې وګټله او د پامیر لیجنډز په وړاندې یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په نننۍ لوبه کې د ماهیپر ستورو په لوبډله کې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ، نوید عبید، مسعود ګربز، ګلبدین نایب، الله نور، رحمان الله ځدراڼ، بلال ترین، عرب ګل، ظاهرخان پکتین، ضیا شریفي او خلیل احمد اخیستل شوي.

همدارنګه د پامیر لیجنډز لوبډلې له لوري د درویش رسولي په لوبډلمشرۍ، ارشاد صافی، ناصرجمال، اکرام علیخیل، شاهدالله کمال، محمد ریاض، عجاز احمدزی، حقمل اریا، بابرخان، لعلباز او نوید ځدراڼ اخیستل شوي دي.

په یادو سیالیو کې د درویش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامیر لوبډلې خپلې مخکنۍ څلور لوبې بایللې دي او په دغې لړۍ کې نور د مخکې تګ چانس نه لري.

همدارنګه د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستورو لوبدلې خپلې مخکنۍ ټولې لوبې ګټلې دي او په روانو سیالیو کې لا له وړاندې پایلوبې ته وتلې ده.

نور خبرونه

رادیو