د خدايي خدمتګارو د تحریک غړی او د پښتو ژبې نوموتی لیکوال او څېړونکی همېش خلیل مړ شو
د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ غړي ډاکتر شېرزمان سیماب پر خپلې ټولنیزې پاڼې د پښتو ژبې د نوموتي لیکوال، شاعر او څېړونکي همېش خلیل د مړینې خبر ورکړ.
همېش خلیل د ۹۴ کلونو په عمر په خیبر پښتونخوا کې مړ شو.
نوموړي په پښتو ژبه د داستانونو، کیسو او شعرونو سربېره ګڼې څېړنې کړي، چې د خپلو لیکنو له امله په پښتنو کې مشهور دی.
همېش خلیل د پېښور د تهکال اوسېدونکی و؛ خو پلرونه یې د ننګرهار د جلال اباد اوسېدونکي وو.
نوموړی په پښتنو کې د خوشحال پېژندونکي په توګه پېژندل کېده او د خوشحال خټک ګڼ اثار یې تدوین او ترتیب کړي وو.
هغه له دېرشو زیات چاپي او ناچاپ اثار لري.
د یادونې وړ ده، چې همېش خلیل د خدايي خدمتګارو د تحریک فعال غړی هم پاتې شوی دی.