د هواپوهنې اداره: په ۱۳ ولایتونو کې د باران، تالندې، سیلیو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۱

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره، په ۱۳ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، برېښنا، چټکو بادونو، خاورو - دوړو او سېلابنونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دغې اداري له خوا د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۱ مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اټکل د نن ورځې لپاره د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، او خوست ولایتونو لپاره شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۳۵ ) ملي مترو پورې وي.

د خبرپانې د معلوماتو له مخې، په شمال لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.

په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومټره په ساعت کې اټکل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو راتلو، ږلۍ وریدو او چټک توپان له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۴۰۰ څخه ډیر نور ټپيان شول.

نور خبرونه

رادیو