د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: په فرانکفورټ کې مو د کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخ شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دې هېواد پر کونسلګرۍ د لاریونوالو برید او د ډېپلوماټیکو ځایونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې د جرمني د چارواکو ناکامي وغندله. دغه وزارت وویل، چې د کونسلګرۍ امنیت نقض شوی دی او د کارکوونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې له المان څخه غوښتنه شوې، څو د دې پېښې عاملین ونیسي.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې د ویانا د کنوانسیون له مخې د کونسلګرۍ د ځایونو او د ډېپلوماټانو د امنیت خوندیتوب د کوربه هېوادونو مسوولیت دی.
د شنبې په ماښام په ټولنیزو رسنیو کې ځیني ویډیوګانې خپرې شوې، چې پکې لیدل کیږي یو شمېر قهرجن معترضین په فرانکفورټ کې د پاکستان کونسلګرۍ ته ننوځي او د دې هېواد بیرغ ښکته کوي.


د راپورونو پر بنسټ؛ دا پېښه په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ او د ګیله من وزیر د وژل کېدو په غبرګون د یو لړ لاریونونو په څنډه کې وشوه.
تر اوسه د المان پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.