له یو څه ځنډ وروسته نن یو ځلې بیا په اسلام اباد کې افغان کډوال د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۰

په اسلام اباد کې پولیسو هغه افغانان ونیول او له ځانه سره یې بوتلل، چې د ویزو موده یې بشپړه شوې وه.
نن د اسلام اباد په بي ۱۷ ښار ګوټي کې یو شمېر افغان کډوال د پولیسو له‌خوا نیول شوي او د ښار بېلابېلو تاڼو ته لېږدول شوي دي.

دغه افغان کډوال چې تر ډېره یې نورو هېوادونو ته د تګ دوسیې تر کار لاندې دي، په پاکستان کې د ویزو د نشتوالي له امله پولیسو نیولي او ګواښ یې کړی چې دغه کسان به له تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته واستوي.
د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې افغان کډواله پروین حیدري وايي، چې نن سهار د هغې خاوند پولیسو نیولی او دوی ته یې د ځای ځایګي پته نه ده معلومه.
هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: زه د درې ماشومانو مور یم ماشومان مې هم کوچني دي، نن سهار وختي پولیس زموږ کور ته راغلل او زما خاوند یې د ویزې د نشتوالي له امله له ځانه سره یووړ. د هغه له ویزې یوازې یوه اونۍ اوښتې وه، موږ د نوې ویزې لپاره هم غوښتنلیک وړاندې کړی؛ خو تر اوسه حکومت ویزه نه ده راکړې. اوس هک حیرانه یم که خاوند مې بېرته افغانستان ته استول کېږي، زه به څه کوم؟ د وړو ماشومانو برخلیک به مې څنګه کېږي؟
په اسلام اباد کې ګڼ افغانان نورو هېوادونو ته د تګ لپاره دوسیې لري او د هغوی د منلو چارې هم تر کار لاندې دي؛ خو کله چې د هغوی د ویزې موده بشپړېږي، نو د پاکستاني پولیسو له‌خوا د نیولو او له تورخمه د اړولو ګواښونه ورته کېږي.
څو میاشتې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانان د ویزو د نه لرلو او یا د ویزو د مودې له بشپړېدو وروسته له ورته برخلیک سره مخامخ شوي وو.
په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال له مهاجر منونکو هېوادونو غواړي، چې د دوی د کډوالۍ د منلو بهیر دې ګړندی کړي؛ ځکه هغوی نه شي کولای د هرو څو میاشتو په تېرېدو سره نوې وېزې واخلي او د نوي کولو لپاره یې هومره وس هم نه لري.
په پاکستان کې د هر کډوال ویزه په لومړي سر کې د یوې میاشتې یا دوو میاشتو لپاره وي، له هغې وروسته هغوی اړ دي چې د اوسېدو شپږ میاشتینیو ویزو د اخیستو لپاره نوي غوښتنلیکونه وسپاري؛ خو د اوسېدو د شپږ میاشتینیو ویزو له پاره هم دوی اړ دي چې د هرې ویزې د تر لاسه کولو لپاره له شلو زرو څخه تر ۲۵ زره کلدارو پورې لګښت پرې کړي، چې دغه چاره بیا د ګڼ مېشته کورنیو لپاره ملا ماتوونکې ده.
په ټوله کې افغان کډوال له ملګرو ملتونو او نورو هېوادو په تېره بیا د امریکا له متحده ایالاتو څخه هیله لري، چې د دوی د کډوالۍ بهیر دې ګړندی کړي او دوی دې نور له دغو ستونزو او کړاوونو وژغوري.
په اسلام اباد کې ګڼ افغانان د امریکا د (اېس ای وي) او (پي ون او پي ټو) کېسونه لري، چې د شاوخوا درېیو کالو را په دې خوا د همدغو کېسونو د بشپړولو لپاره په دغه هېواد کې د کډوالو په توګه ژوند تېروي، چې ګڼې کورنۍ د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان هم دي.
د کډوالۍ د دغو کېسونو بهیر هم ډېر پڅ روان دی، دوی له امریکايي چارواکو څخه تمه کوي چې د دوی د منلو بهیر دې ګړندی کړي او د دوی د انتظار شیبې دې نورې رالنډې کړي.

نور خبرونه

رادیو