د ښځو کرېکټ اسیا جام: د تايلنډ کرېکټ لوبډلې د ۲۲ منډو په توپير ماليزیا ماته کړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۰

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیام جام په سيالیو کې نن د تایلنډ لوبډلې ماليزيا ته د ۲۲ منډو په توپير ماتې ورکړه او په خپله لومړۍ سيالۍ کې يې بريا خپله کړه.

تايلنډ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه وکړه او سيالۍ لوبډلې ته یې ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې ماليزيا کرېکټ لوبډلې په ۲۰ اورنو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړي کړې.

که څه هم ماليزيايي لوبغاړې وان جوليا په ۵۳ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې؛ خو نورې لوبغاړې یې ښې ونه لوبيدې.

د دې سیالیو د الف ګروپ په بله لوبه کې به نن د افغانستانن پر وخت ۶ بجې سريلانکا او بنګلدېش لوبډلې د لوبې ډګر ته کښته کېږي او یو د بل په وړاندي به خپل بخت ازمويي.

نور خبرونه

رادیو