کورنی کرېکټ؛ پامير لېجينډز لوبډلې ميوند اتلانو ته د ۳۴ منډو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۰

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۹مه لوبه کې پامير لېجينډز لوبډلې د ۳۴ منډو په توپیر د ميوند اتلانو لوبډله ته ماتې ورکړه او له څو پرله پسې ماتو وروسته یې اوله بريا خپله کړه.

د پامير لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۴۸ منډې وکړې او لوبډله یې بريا ته ورسوله.

د کورني کرېکټ د لېست اې سیالیو د ۹مې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

پامير لېجينډز لوبډلې په ۴۷.۳ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې هدف وټاکه.

د پامير لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۴۸، ناصر جمال ۳۹ او محمد رياض ۲۷ منډې جوړي کړې.

د ميوند اتلانو لوبډلې په توپ اچوونکو کې محمد الله او یوسف ځاځي درې درې او شرف الدين اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

ميوند اتلانو لوبډله په ۴۶.۵ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې جوړي کړې او لوبه یې د ۳۴ منډو په توپير وبایلله.
دغه یو ورځنۍ سیالۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ (د جولای په ۱۰مه) نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېتې پورې به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو