په بنو کې له پروني تاوتریخوالي وروسته، نن د دویمې ورځې لپاره هم پرلت روان دی
له بنو څخه ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې نن د بنو ښار په پولیس چوک کې د سوداګرو د ټولنې په نوښت جوړ شوي پرلت کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، ځايي قومي مخورو او په سلګونه ولسي وګړو برخه اخیستې او په خپله سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.
په دغه پرلت کې د دې خبرې یادونه هم شوې، چې د (عزم استحکام) په نامه د کېدونکو پوځي عملیاتو پر مهال د بنو ولسي خلکو ته په میانوالې او سرګودها کې لنډمهاله پنډغالي یا کمپونه په پام کې نیول شوي، چې د دغه وړاندیز سره د پرلت ګډونوالو سخت مخالفت څرګند کړ او په ډانګ پېیلې توګه یې وویل چې دوی به په هیڅ ډول شرایطو کې له خپلو کلیو او کورونو څخه و نه وځي.
پرلتوالو په یوه خوله دا ناره کوله، چې دوی په خپله سیمه کې د سولې او امن پلویان دي او دا د حکومت دنده ده چې د خلکو لپاره د امنیت په ټینګولو کې له داسې لارو چارو کار واخلي چې دوی له خپلو سیمو بېځایه نه شي.
بله غاړه د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی ویلي، چې هغه حالات له نږدې څاري او په دې تړاو یې د بنو له امنیتي چارواکو سره هم خبرې اترې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند او سلاکار ډاکټر محمد علي سیف وايي، چې دمګړۍ په بنو کې حالت تر کنټرول لاندې راغلی او د پرونۍ غمجنې پېښې وروسته یې د ولسوالانو، سياسي او ټولنيزو مشرانو جرګه هم وربللې وه.
ډاکتر سیف وايي چې، د جرګې له جوړېدو وروسته وضعيت تر کنټرول لاندې راغلى او د سولې د ټينګښت لپاره د حکومتي ادارې په ګډون د ولسي خلکو يوه ګډه کمېټه هم جوړه شوې ده.
نوموړي له ولسي خلکو د زغم ِغوښتنه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د سولې ضد عناصرو په تبلیغاتو دې نه غولیږي او د خیبر پښتونخوا حکومت چمتو دی چې د ولسي خلکو ټولو روا غوښتنو ته غاړه کېږدي.
پرون د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۹مه) د بنو ولسي خلکو له یو ستر لاریون وروسته د دغه ښار په سپورټ کمپلېکس کې پرلت ووهلو، چې وروسته په پرلتوالو ډزې وشوې او دغه سولهییز لاریون په تاوتریخوالي واوښت.
په پرونیو راپورونو کې ویل شوي وو، چې په پرلتوالو د شویو ډزو له امله څلور تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان دي؛ خو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی سلاکار وايي، چې په پرونۍ پېښه کې یوازې یو کس وژل شوی او ۲۵ کسه نور ټپیان شوي دي.