د سپین بولدک ولسوالۍ په وېش بازار کې لګېدلي اور خلکو ته مېلیونونه افغانۍ زیان اړولی

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په وېش بازار کې پرون سهار لس بجې اور ولګېد؛ خو کابو کولو یې تر څلورو بجو وخت ونیو. ویل کېږي، چې د دغه اور زورورو لمبو خلکو ته په مېلیونونو افغانۍ زیان اړولی دی.

په کندهار کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیز مرکز په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه اورلګېدنه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
دغه بازار په سلګونه هټۍ لري، چې د اورلګېدنې له امله تر ډېره د موټرونو د پرزو هټۍ سوځېدلې دي.
که څه هم د دغې اور د لګېدلو لامل لا نه دی په ډاګه شوی؛ خو پاکستانۍ رسنۍ د پاکستان ډېلي په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه اور د مهارولو لپاره د بلوچستان حکومت اور وژونکي ګاډي وراستولي وو.

خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.