بښنې نړۍوال سازمان:بنو کې پر سولهییز لاریون برید د بشري حقونو له نړۍوال قانونه سرغړونه ده
د بښنې نړۍوال سازمان په بنو کې پر لاریونوالو پرونی برید غندلی او ویلي یې دي، په بنو کې د پولیسو لهخوا پر سولهییز لاریون کوونکو ډزې د بشري حقونو له نړۍوال قانونه سرغړونه ده.
دغه سازمان د شپې ناوخته په اېکس پاڼه کاږلي، د دغو ډزو په پایله کې چې یو شمیر لاریون کوونکي وژل شوي او ټپیان شوي؛ د پاکستان د اساسي قانون له مخې د سولهییز لاریون لپاره د دوی له حقونو سرغړونه ده.
دغه سازمان زیاته کړې، په سولهییز لاریون د وژونکي ځواک کارول ناقانونه کړنه ده او د قانون پلې کوونکو چارواکو لهخوا له ځواک او وسلو څخه کار اخیستنه، د ملګرو ملتونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې ده.
برسېره پر دې دغه سازمان په بنو کې پر انټرنېټي خدمتونو بندیز غندلی او ویلي یې دي، چې د انټرنېټي خدمتونو بندیزونه د بېړني حالت په وخت کې د ناسمو معلوماتو خپرېدل زیاتوي او وېره هم رامنځته کوي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت په پرله پسې ډول د سولهییزې غونډې په جوړولو او د لاریون کوونکو د خوندیتوب په ډاډمنولو کې پاتې راغلی.
دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې په سملاسي توګه دې دغه برید وڅېړي او په دغه برید کې ښکېل کسان باید ونیول شي.
دوی د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د وسلو د کارولو په اړه د ملګرو ملتونو د اساسي اصولو سره سم سختې لارښوونې صادر کړي.
د پاکستان پوځ تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.