لېست اې سیالۍ؛ میوند اتلان د پامیر لېجنډز پر وړاندې توپ اچوونه کوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۰

د کورني کرېکټ د لېست اې سیالیو پر دوام نن په نهمه لوبه کې میوند اتلان د پامیر لېجنډز پر وړاندې لوبه لري.
د دغې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د میوند اتلانو لوبډلمشري د نجیب الله ځدراڼ په غاړه ده.
په دغې لوبډله کې صدیق اتل، محمد اکرام، بهیر شاه، علي احمد ناصري، شرف الدین اشرف، اصف موسی زی، عبدالله تره‌خېل، قیس احمد، نجات مسعود او یوسف ځاځی لوبېږي.
د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ بیا په پامیر لېجنډز لوبډله کې ریاض حسن، ناصر جمال، اکرام علیخېل، شاهدالله کمال، ارشادالدین ساپی، اعجاز احمدزی، حقمل اریا، عبدالرحمن، بابر خان او لعل باز لوبېږي.
دغه یو ورځنۍ سیالۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ (د جولای په ۱۰مه) نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېتې پورې به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو