پاکستان: د حافظ ګل بهادر ډله په دوامداره توګه د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، افغان طالبان دې په پاکستان کې په ترهګريزو پېښو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې جدي ګام واخلي. هغې په خپلې اونیزې خبري ناسته کې ویلي، د حافظ ګل بهادر ډلې افغانستان کې پناه اخستې او په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري.
نوموړې ویلي، چې پاکستان د بنو د برید په تړاو له افغانستان سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.
هغه وایي، د حافظ ګل بهادر ډله په دوامداره توګه د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.
هغې د خپلې وینا پرمهال ویلي، ترهګریز فعالیتونه د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو او د پاکستان ټیکاو ته لوی ګواښ دی.
هغې زیاته کړې، چې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخیستل د نړۍ سولې ته هم ګواښ پېښوي.
د اغلې بلوڅ په وینا، پاکستان د ترهګرو ډلو او بریدګرو پر وړاندې له افغانستان سره استخباراتي معلومات شریک کړي دي.
هغې په لاهور كې د اسامه بن لادن د ملګري د نيولو په تړاو د پوښتنې له ځواب ورکولو ځان په څنګ تېر کړ.