د ننګرهار طالبان: وروستیو طوفانونو د کانال د باغونو او ځنګلونو نیمه برخه له منځه وړې ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸

د ننګرهار د کانال لپاره د طالبانو رییس ملا غلام الرحمان کظیم وايي، چې په ننګرهار کې وروستیو طوفانونو او بارانونو د کانال نیمايي برخه له منځه وړې، د برېښنا پایې، د سولر ښیښې او یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، چې د یو شمېر قرارداديانو ځمکو او برېښنايي وسایلو ته هم زیان اوښتی؛ خو تر ټولو ډېر زیان ځنګلونو او دولتي باغونو ته اوښتی دی.

د ننګرهار کانال ادارې د معلوماتو پر بنسټ د کانال په څلورو لویو فارمونو کې ځنګلونه، د زیتون باغونه، د مالټو ونې، د اوبه خور سیستم، د خرما ونې او د باغونو په منځ کې ولاړ فصلونه پنځوس سلنه له منځه تللي دي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو له بېخه وتلې ونې خرڅې کړې دي او دا مهال د لرګو سوداګر ونې ټولوي.

د ننګرهار ناوې پروژه چې د ننګرهار د شاهي کانال مربوط یوه پخوانۍ پروژه ده، زرګونه هېکټاره ځمکه لري، چې د ستروسو د مېوو سلګونه زره ونې لري.

وروستیو بارانونو او طوفانونو په ننګرهار کې نه یوازې دا چې مالي زیانونه اړولي؛ بلکې په سره رود، کوټ، بټي کوټ، بهسود او یو شمېر نورو ولسوالیو کې یې ځاني زیانونه هم اړولي دي.

نور خبرونه

رادیو