لېسټ اې سیالۍ؛ ماهیپر ستوري لوبډلې پچه وګتله او د میوند اتلانو لوبډلې پروړاندې توپوهنه کوي
د غازي امان الله لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو په اتمه لوبه کې نن د نجیب الله ځدران په لوبډلمشرۍ میوند اتلان د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ کورنۍ څانګه وايي، نن پنجشنبه د (چنګاښ ۲۸مه) د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو په دوام د میوند اتلانو لوبډله د ماهیپر ستوري لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې.
د ننۍ لوبې پچه د ماهیپر ستوري لوبډلې وګتله او د میوند اتلانو لوبدلې په وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
دا د لېسټ اې سیالیو اتمه لوبه ده.
د نجیب الله ځدران په لوبډلمشرۍ په میوند اتلانو لوبډله کې صدیق اتل، محمد اکرام، بهیر شاه، علي احمد ناصري، شرف الدین اشرف، اصف موسی زی، عبدالله ترهخېل، قیس احمد، نجات مسعود او یوسف ځاځی اخیستل شوي او همدارنګه د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ په ماهیپر ستورو لوبډله کې اسحاق رحیمي، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، مسعود ګربز، عمران میر، بلال ترین، عرب ګل، ضیاالرحمن اکبر، فرید ملک او ضیا شریفي د ننۍ لوبې لپاره په لوبډله کې اخیستل شوي دي.
دغه یو ورخنۍ سیالۍ د څلورو لوبډلو تر منځ (د جولای په ۱۰مه) نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېتې پورې به روانې وي.