امیر خان متقي: داعش او یو شمېر ډلو د عاشورا پر مراسمو د برید پلان درلود

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې داعش او یو شمېر ډلو د عاشورا پر مراسمو د برید پلان درلود. امیر خان متقي د ناوړه پېښو د مخنیوي په برخه د امنیتي تابیاو په ستاینغونډه کې وویل، چې له تېر یو کال راهیسې د عاشورا پر مراسمو د برید پلان و؛ خو دغې ډلې یې مخه ونیوله.

نوموړي په نننۍ غونډه کې د وینا پر مهال زیاته کړه، چې د دې ډلې استخبارات په دې اړه له مخکې خبر و، چې یو شمېر ډلې غواړي د عاشورا پر مراسمو چاودنې وکړي.
ښاغلی متقي پرته له دې چې د چا نوم واخلي وایي، چې ځینو کړیو تبلیغ کولو چې د طالبانو ډلې د عاشورا پر مراسمو محدودیتونه وضع کړي دي.
سره له دې چې نوموړي وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې له دې مراسمو څخه سیاسي او اقتصادي استفاده کېده؛ خو دا یې و نه ویل چې کومو کسانو او په کومو موخو له دې مراسمو سیاسي استفاده کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې په تېرو کلونو کې به له یوې خوا د عاشورا مراسم ترسره کېدل او له بلې خوا به د ځانمرګو بریدونو له امله په امبولانسونو کې مړي لېږدول کېدل.
متقي وایي: «د افغانستان خلک د دې پېښو تکرار نه غواړي او نه هم دا د خلکو په ګټه دی.»
هغه په ټينګار سره وویل، چې سږکال په بشپړ امنیت سره د عاشورا د مراسمو ترسره کېدل یادې ډلې ته لویه لاسته راوړنه ده.
امیر خان متقي زیاتوي: «طالبان په افغانستان کې ټولو مذهبونو ته پاملرنه لري او د خپل ځان په قربانولو سره د خلکو امنیت نیسي.»
نوموړي په خپلو ویناو کې دغه راز وویل، چې د ځینو ډلو یو شمېر هغه کسان یې هم نیولي دي، چې د عاشورا په مراسمو کې یې د وژنو موخه درلوده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر متقي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې یادې ډلې دوه ورځې وړاندې د کابل د مهتاب کلا په ګولايي سیمه کې د عاشورا مراسم ګډوډ کړل.
د عاشورا د مراسمو ګډونوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د عاشورا ماتم کوونکي وهلي او د سينه وهلو ډلې يې هم ګډوډې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له هرات ولایت څخه هم د یو شمېر سرچینو له خوا داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې طالبانو هغه بیرغونه او شعارونه چې شیعه ګانو د محرم د میاشتې د نمانځلو په موخه لګولي وو، راغورځولي او څېرې کړي دي.
په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو بیا په ځانګړې توګه په وروستیو څو کلونو کې د عاشورا مراسمو له ډېرو پراخو امنیتي ګواښونو سره ترسره کېدل.
که څه هم په ځلونو دغه مراسم د داعش او طالبانو له خوا په نښه شوي و او سلګونه بې ګناه خلک یې وژلي و، خو اوس بیا طالبان د عاشورا د مراسمو د امنیت ټینګښت لاسته راوړنه بولي.
د یادولو ده، چې له کابل څخه یو شمېر نورو سرچینو هم بیا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د عاشورا په مراسمو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډون مخه ونیوله.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو ولسمشر کرزي ته ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله نه شي کولی په دغې مراسمو کې کډون وکړي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا څو ورځې وړاندې په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي و، چې د محرم په ورځو کې دې د امنیت د ټينګښت او د هر ډول ګډوډیو او ناامنیو د مخنیوي لپاره لازم تابیاوې ونیسي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي وو، چې له بېلابېلو ستونزو سربیره به د سږ کال د محرم مراسم ترسره شي.
د افغانستان شیعه مشرانو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې جعفري فقه دې په رسمیت وپېژني، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول خپل نظر نه دی څرګند کړی.
طالبانو د خپل حکومت د تګلارو او چلندونو د بنسټ په توګه حنفي سني مذهب ټاکلې ده.