د هواپوهنې اداره: ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۸

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره (د چنګاښ په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه) په ۱۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، ننګرهار، کابل، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او ختیځو ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۹۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
له بل پلوه روانه اونۍ هم په ننګرهار ولایت کې د بارانونو او توپانونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه او شا وخوا ۳۰۰ نور ټپیان شوي وو.

نور خبرونه

رادیو