د هوا پوهنې اداره: ۱۳ولایتونو کې د باران، تالندې، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۷

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د چنګاښ په ۲۷مه او ۲۸مه) نېټه په ۱۳ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، توندو بادونو، خاورو او دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د دغې اداري له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه اټکل د بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ، کاپيسا، ننګرهار، پروان، کابل،لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او میدان وردګ ولایتونو لپاره شوی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ څخه تر ۳۵ ) ملي مترو پورې وي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی، چې چټکوالی به یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومټره په ساعت کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو راوتلو، ږلۍ او تېزو بادونو له امله له ۴۰ زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپيان شول.

نور خبرونه

رادیو