لېسټ اې سیالۍ؛ پامیر لېجنډز لوبډلې پچه وګټله او د هندوکش سټرایکرز په وړاندې توپوهنه کوي

د غازي امان الله خان د کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو ۷مه لوبه کې د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامیر لېجنډز لوبډله رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکت څانګه وايي، د لېسټ اې یو ورځینو سیالیو په دوام د ۷مې لوبې پچه د پامیر لېجندز لوبدلې وګتله او د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
لېست اې یو ورځنۍ سیالۍ په کندوز ولایت کې تر سره کېږي.
نن چهار شنبه د ( چنګاښ ۲۸مه) د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د هندوکش سټرایکز لوبډله کې عبدالمالک، وفي الله تره‌خېل، افسر ځاځی، عبدالهادي، شمس الرحمن، ننګیال خروټی، خلیل ګربز، وفادار مومند، محمد ګل او کامل کاکړ، د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ پامیر لېجنډز لوبډله کې ریاض حسن، ناصر جمال، اکرام علیخېل، شاهدالله کمال، ارشادالدین ساپی، عجاز احمدزی، حقمل اریا، عبدالرحمن، بابر خان او لعل باز یو د بل په وړاندې لوبېږي.
په دغو سیالیو کې هندوکش سټرایکز تر ټولو مخکښه لوبډله ده او خپلې ټولې سیالۍ یې ګتلې؛ خو پامیر لېجنډز بیا خپلې مخکینۍ تولې لوبې بایللې دي.