د پروان-بامیان لویه لاره د سېلابونو راوتو له امله وتړل شوه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۷

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په پروان ولایت کې د طالبانو د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي، د پروان د شینوارو ولسوالۍ د سردرې په اشتر شهر کې نن سهار ۴ بجې سېلابونه راوتلي چې له امله یې د پروان_بامیان لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د دغو مسوولینو په وینا، دغه لاره به ډېر ژر د ټرافیکو پرمخ بېرته خلاصه شي.
له بل پلوه د طالبانو د هواپوهنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره (د چنګاښ په ۲۷مه او ۲۸مه) نېټه د بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ، کاپيسا، ننګرهار، پروان، کابل، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او میدان وردګ ولایتونو لپاره د شړکنده باران، تالندې، توندو بادونو، خاورو او دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
وړمه ورځ هم د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو او توپانونو له امله تر ۴۰ زیات کسان مړه، ۲۳۰ تنه ټپیان او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو