د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر د ۱۵ میاشتو لپاره د دغه ورزش له هر ډول فعالیتونو منعه شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۷

د بایسکل ځغلونې نړۍوالې اتحادیې د اخلاقو کمېسیون د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر فضل احمد فضلي د ۱۵ میاشتو لپاره د دغه ورزش له هر ډول فعالیتونو منعه کړ.

د (یو سې ای) په رسمي اعلامیه کې د دغه بندیز لامل له مقامه ناوړه ګټه اخیستنه او افغان بایسکل ځغلوونکو ته د ګواښونکو پیغامونو استول ښودل شوي دي.
د بایسکل ځغلونې د نړۍوالې اتحادیې د اعلامیې په متن کې چې تېره ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) خپره شوه، د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون د مشر له‌خوا له قوانینو څخه د سرغړونې یادونه شوې.
په اعلامیه کې لیکل شوي، چې:« په ډاګه شوه چې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر څو ځلې د افغانستان د بایسکل ځغلونې ټولنې غړو ته داسې پیغامونه استولي، چې د بایسکل چلولو د نړۍوالې اتحادیې له ۵، ۶،۴ او ۲.۱ مادو څخه سرغړونه بلل شوې ده.»
همدارنګه د بایسکل ځغلونې نړۍوالې اتحادیې د اخلاقو کمېسیون د ورزشکارانو سره د نامناسب رواني او جنسي چلند له امله د خپل براعظمي ټیم د سپورت رییس دنده هم د درېیو میاشتو لپاره ځنډولې وه.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر فضل احمد فضلي په یوه ایمېل کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د بایسکل ځغلونې نړۍوالې اتحادیې څخه یې غوښتنه کړې، چې د خپلې پرېکړې په اړه دې بیا کتنه وکړي.
د ښاغلي فضلي د برېښنالیک په متن کې چې د افغانستان انټرنشنل په واک کې ورکړل شوی، لیکل شوي: « پر ما لګېدلي تورونه او دغه پرېکړه په بشپړه توګه د منلو نه ده. داسې ښکاري، چې دا پریکړه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ شوې. زه په درنښت د قضیې د بیا ارزونې غوښتنه کوم.»
ښاغلی فضلي وايي، د بایسکل ځغلولو د نړۍوالې اتحادیې له قوانینو څخه یې هېڅ سرغړونه نه ده کړې.
نوموړي لیکلي، چې افغان ورزشکاران د المپیک په لوبو کې ګډون کوي او که امکان ولري، د بایسکل ځغلونې نړۍوالې اتحادیې پرېکړه باید د المپیک سیالیو د ترسره کولو پورې وځنډول شي.
خو د دغې اتحادیې په اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلي فضلي د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته (نن) د بایسکل ځغلونې په تړاو له هر ډول فعالیتونو څخه منعه شوی دی.

نور خبرونه

رادیو