د هواپوهنې اداره: ۱۲ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۶

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د چنګاښ په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه) په ۱۲ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او ختیځو ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۷۵) کیلو مټره رسېږي.
بل پلو تېره ورځ هم په ننګرهار ولایت کې د بارانونو او سخت توپان له امله ۳۵ کسانه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي وو.
اوس مهال د ننګرهار په سیمه‌ییز روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او سیمه‌ییز خلک وايي، چې لا هم په دغې پېښه کې د ورکو شویو کسانو په لټه کې دي او ښايي د مړو او ټپیانو په شمېرو کې بدلون راشي.

نور خبرونه

رادیو