لېسټ اې سیالۍ؛ ماهیپر ستوري د پامیر لېجنډز په وړاندې توپ اچونه کوي

د غازي امان الله خان لېست اې یو ورځنیو سیالیو د شپږمې لوبې پچه د ماهیپر ستوري لوبډلې وګټله او لومړی یې د پامیر لېجنډز په وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځینو سیالیو په دوام نن سه شنبه د (چنګاښ ۲۶مه) د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستوري لوبډله او د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د پامیر لېجنډز لوبډله یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورد د کورني کرېکټ څانګه وايي، د شپږمې لوبې پچه د ماهیپر ستوري لوبډلې وګتله او د پامیر لېجنډز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
ماهیپر ستوري لوبډلې تر دې مهاله د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو کې دوه لوبې کړې، چې یوه لوبه یې ګتلې او یوه بله یې بایللې ده.
پامیر لېجندز لوبډلې د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځینو سیالیو کې خپلې مخکینۍ دوه لوبې سر په سر بایللې دي.
ماهیپر لوبډلې د نن لوبې لپاره په یوولس کسیزه ډله کې د حشمت شاهدي په لوبډلمشرۍ، اسحاق رحیمي، سمیع الله شینواری، رحمن الله ځدراڼ، مسعود ګربز، عمران امیر، زهیر خان پکتین، ضیاالرحمن اکبر، فرید ملک او سلیم ساپی ځای پرځای شوي دي.
او همدارنګه پامیر لېجنډز لوبډله کې بیا د دروېش رسولي په لوبدلمشرۍ، ریاض حسن، ناصر جمال، اکرام علیخېل، شاهدالله کمال، یوسف شاه، عبدالرحمن، ناصر معروف خېل، بابرخان، عبدالله احمدزی او نوید ځدراڼ په ننۍ لوبه کې اخیستل شوي دي.
په دغو سیالیو کې تېره ورځ هندوکش سترایکرز لوبډلې د میوند اتلانو لوبدلې څخه د ۹ وېکیټو په توپیر لوبه وګټله.