طالبانو د چین له خوا د ۴۰ میلیونه یووان په ارزښت د مرستې د تر لاسه کولو اعلان وکړ

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۶

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې د څلویښت میلیونه یووان په ارزښت د چین د بشري مرستو یوه محموله افغانستان ته رسیدلې ده.

د طالبانو د کډوالو وزارت وویل، چې دغه محموله په کابل کې د چین د سفیر جاو شینګ له خوا دغه وزارت ته د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د بیا مېشتیدنې په موخه سپارل شوې ده.

د طالبانو د کډوالو وزارت د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) خپره شوه، دا د چین د مرستو لومړۍ جوپه ده چې دغه وزارت ترلاسه کړې ده.

د طالبانو په وینا؛ دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي مواد شامل دي.

ويل کيږي، چې د چين له خوا په ليږل شويو مرستو کې ٨٠ کوچني وسايط لکه؛ هایلکس، امبولانس، د اوبو ټانکرونه، بار وړونکي موټر، څه د پاسه ۶ زره لويې او وړې خيمې او ۵ زره او ۱۰۰ کمپلې شاملې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د چین له دغو مرستو مننه کړې ده.

ښاغلي حقاني له چین څخه غوښتي، چې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د کار پېدا کولو، د سرپنا جوړولو، زده کړه او د کډوالو د استوګنې د ښارګوټو په بیا جوړولو کې همکاري وکړي.

په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ هم هیله څرګنده کړې، چې دا مرستې به «د افغانانو ستونزو یو څه حل کړي.»

نور خبرونه

رادیو