د پاکستان پوځ د بنو په پروني برید کې د اتو سرتېرو د وژل کېدو پخلی وکړ
د پاکستان پوځ ومنله، چې تېره ورځ په بنو کې د دوی پر یوه مرکز په موټر بم برید کې اته سرتېري وژل شوي دي؛ خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې په سیمه کې پولیس چارواکو خبریالانو ته ویلي و، چې په پېښه کې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه برید له هغه وروسته وشو چې سرتېرو یې دغه مرکز ته د یوې لس کسیزې ترهګرې ډلې د ننوتو پلان شنډ کړ او وروسته ترهګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغه مرکز دېوال سره وجنګاوه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې ټول لس وسلهوال یې له منځه وړي دي.
ويل کېږي، دغه چاودنه ډېره زوروره وه او ورڅېرمه ولسي خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، دغه برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی چې په افغانستان کې فعالیت کوي.
ورته مهال د حافظ ګل بهادر ډلې هم ویلي، چې له ۲۴ساعتونو وروسته دغه نښته پایته رسېدلې ده.
د حافظ ګل پهادر ډلې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې یې ۵۴ سرتېري وژلي دي.
د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په تېر کې هم له افغان خاورې په دغه ډول بریدونو کې کار اخیستل شوی و.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان حکومت په ځلونو افغان طالبانو سره دغه اندېښنې شریکې کړې وې او له هغوی یې غوښتي و، چې د دغو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې افغانستان باید د دغو ټولو پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي؛ خو طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې ردې کړې دي.