کورنی کرېکټ؛ هندوکش سټرايکرز د ميوند اتلانو لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په پنځمه لوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې د میوند اتلانو ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د هندوکش لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي ۶۹ او عبدالمالک ۹۰ نا سوځېدلې منډې وکړې.

د کورني کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د پنځمې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د میوند اتلانو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۶،۱ اورونو کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د ميوند اتلانو لوبډلمشر نجيب الله ځدران ۳۶ او شرف الدين اشرف ۳۰ منډې وکړې.

د هندوکش سټرايکرز په توپ اچوونکو کې محمد ګل ۳، فريدون داودزي ۲، ننګيال خروټي او خلیل ګربز يو - یو لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۳۷م اور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

د هندوکش لوبغاړي عبدالمالک په ۱۰۱ توپونو د ۷ څلوريزو او يوې شپږيزي په مټ ۹۰ نا سوځيدلې منډې جوړې کړې.

عبدالمالک د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

هندوکش سټرایکرز لوبډلې په روانو لېسټ اې سیالیو کې تر دې مهاله د نننۍ لوبې په ګډون درې لوبې ترسره کړې او ټولې یې ګټلېدي.

میوند اتلانو لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې مهاله یوه لوبه ګټلې او په دې سره يې دوې لوبې بایللي دي.

دغه سیالۍ پنځه ورځې وړاندې په کندوز ولایت کې پیل شوې.

لېسټ اې سیالۍ د کورني کرېکټ د پیاوړتیا په موخه هر کال ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو