سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د پنجشیر لویه لاره د سېلابونو له امله تړل شوې ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵

ځايي سرچينې وايي، چې د پنجشېر لویه لاره له نن سهار راهيسې د سېلابونو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

سرچينې زياتوي، چې تېره شپه د سختو ورښتونو له امله په پنجشير ولايت کې سيلابونه راوتلي، چې د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ د دلاسنګ په سيمه کې يې لويه لاره تړلې ده.

تر اوسه پورې د دغو سېلابونو له امله د سر او مال د زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د پنجشیر ځايي اوسیدونکو نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) رسنیو ته ویلي چې درانه سېلابونه راوتلي او د دغه ولایت لویه لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

‏په سیمه کې سرچينې وايي، چې دغلته د طالبانو ټولګټو او دفاع وزارت کارکوونکي لګیا دي او د لارې د خلاصولو هڅې روانې دي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې خلک وايي، چې د طالبانو سیمه ییز مسوولان د لارې د خلاصون هڅې کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان په شمالي سیمو کې سېلابونو سلګونه کسان مړه، سلګونه کورنه ویجاړ او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې.

نور خبرونه

رادیو